ایران ته د ا.ا. ا.د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په سفر په کې د ترسره شویو هوکړو عملي کول
شنبه ۲ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۱۴ تله ۱۴۰۳
د افغانستان او ایران د لوړ پوړیو چارواکو تر مینځ دوه اړخیزو خبرو په دوام نن د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي او د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت د والي محترم محمد کرمی، په مشرۍ د هغه هېواد د راغلي پلاوي تر مینځ، پداسې حال کې چې په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر او ځانګړی استازی محترم حسن کاظمی قمي هم حاضر و، دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.
پدې ناسته کې چې د ښاغلي کرمي په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د دولتي او خصوصي سکتور پلاویو حضور درلود، د چابهار بندر په اړه د شویو پریکړو د عملي کولو او د آزادې سوداګریزې سیمې په اړه پر هغه توافقاتو خبرې وشوې چې تر دې وړاندې ایران ته د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر او د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي د سفر په ترڅ کې پرې خبرې اترې شوې وې.
پدې ناسته کې همدا راز د چابهار بندر پر رقابتي کولو باندې په ټېنګار سره، پدې اړه د لا زیاتو بحثونو او د تېرو شویو هوکړو د عملي کولو په موخه له دواړو خواوو نه یوه تخنیکي کمیټه په دنده وګومارل.