بایوهیلت سن فارما د درمل جوړونې فابریکې پرانیسته

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۱ - ۹:۲۰
بایوهیلت سن فارما د درمل جوړونې فابریکې پرانیسته

سه‌شنبه دغبرګولي۱۰مه ۱۴۰۱ 

د بایو هیلت درمل جوړولو شرکت د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال لخوا پرانستل شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوی وه، ښاغلي جمال وویل: موږ غواړو چې دهیواد ټولې صنعتي برخې پر ځان بسیا شی،او هم باید تولید، پروسس او بسته بندی  د نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي.

نوموړی زیاته کړه: هر هغه څوک چې  د هیواد په بیا رغونه او پرځان بسیاینه کې ونډه اخلي د هیواد او ولس پر وړاندې يې خپله وجیبه ترسره او ستر خدمت يې کړی دی.

همدا راز مرستیال وزیر د شرکت مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتکارانو په خدمت کې دی.

ښاغلي مرستیال وزیر دیاد شرکت کاروکونکو ته  وویل: داسې فکر مه کوئ چې تاسو یوازې د خپلو خدمتونو په بدل کې معاش اخلئ، بلکې تاسود خپل څښتن تعالي سره هم د ستر اجر درلودونکي یاست .

ورپسې د شرکت رئیس ښاغلي کبیر احمد افغان وویل هغه موخې چې موږ يې لرو د ټولو  د ویاړ سبب به وګرځی.

په پای کې ښاغلي مولوي قدرت الله جمال دیاد شرکت  له ماشینونو، تولیدي بهیر او بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې دغه شرکت له دوه سوه زره امريکايي ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې، او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵ زره بوتله درملو شربت،کپسولونو او قطرو د تولید وړتیا لري. یادې فابریکې د هیواد  ۶۶ تنو ته  په مستقیم او ۶۰ تنو  ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

BACK TO NEWS