خبرتیا!

شنبه د غويی 11مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په پام کې لرې چې د صنعت ملي اونۍ د لمانځ غوندې په پار د صنعت د ملي اونۍ په نوم نندارتون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويی(ثور) د ۲۹ څخه تر ۳۱ نیټې پورۍ د درې ورځو لپاره د هیواد د ټولو ولایاتو څخه د کوچنیو، منځنیو او لويو متثبثینو سلګونه صنعت کارانو، سوداګرو،ښځینه صنعت کارو او سوداګرو په ګډون په کابل ښار کې ترسره کړی.
په دې نندارتون کې به د هیواد د صنعتي او تولیدي شرکتونو محصولات ، لاسي صنایع ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرۍ، کرنیز محصولات او دهیواد نور تولیدي توکې نندارې ته وړاندې کړی.
دا نندارتون په بیلابیلو سکتورونو کې د هیواد محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه په کابل ښار کې جوړیږی چې په کې به د هیواد د ټولو ولایاتو څځه بیلابیل شرکتونه خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
له همدې امله ، دهیواد ټول هغه صنعتي اوتولیدي شرکتونه چې په بیلابیلو سکتورونو کې فعال دي خبر ورکول کیږي چې د صنعت اونیزې ملي نندارتون کې د غرفو د ترلاسه کولو لپاره د ۱۴۰۰ لمریز کال د ثور(غویی ) د ۷ څخه تر ۲۲ نیټې پورې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته مراجعه وکړي.
پته: حضوریچمن ، کابل ننداری، د نندارتونو د ترسره کولو ریاست د اړیکې شمیره: 0784971192 – 0772385588
بریښنالیک آدرس EXDevelop.DIR@moic.gov.a :