داساسي قانون د تصویب د اوولسمې کلیزې لمانځنه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۷:۴۲
داساسي قانون د تصویب د اوولسمې کلیزې لمانځنه
چهارشنبه : دمرغومې ۲۴مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ په وزارت کې دافغانستان داسلامي جمهوریت داساسي قانون دتصویب داولسمې کلیزې لمانځغونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې دیاد وزارت دصنعت او سوداګرۍ سرپرست معین عبدالکریم ملکیا، داساسي قانون پرپلي کېدو دڅار کمیسیون استازي ښاغلي نورعلم نادري، ریسانو او ددغه وزارت کارکونکو ګډون کړی وو.
په یاده لمانځغونډه کې ملکیار وویل چې دافغانستان داسلامي جمهوریت اساسي قانون دسیمې دهېوادونو په کچه یو له غوره اساسي قوانینو څخه شمېرل کیږي او زیاته یې کړه چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت ټولې کړنلارې، تګلارې ، طرحې او طرزالعملونه دهېواد داساسي قانون پربنسټ جوړشوي دي او دغو قوانینو په یاد وزارت کې هېواد والو ته په مساویانه ډول دکار زمینه برابره کړې ده.
بلخوا بیا داساسي قانون پرپلي کېدو دڅار کمیسیون استازي نورعلم نادري هم په ډاګه کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوریت اساسي قانون دسیمې دهېوادنو په منځ کې هم داسلام دمقدس دین له نظره او هم دمډرنوالي له نظره یو غوره اساسي قانون دی.
دیادونې وړ ده چې دافغانستان داسلامي جمهوریت اساسي قانون په هېواد کې اتم قانون دی چې دطالبانو درژیم له راپرزېدو وروسته دانتقالي دولت پرمهال دتسوید او تد قیق دکمیسیون لخوا چمتو او دلویې جرګې لخوا د۱۳۸۲ کال دلیندۍ له ۲۲څخه د مرغومې تر۱۴ مې پورې په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې تصویب شو او د۱۳۸۲ کال دسلواغې پر ۶مه نیټه دافغانستان د اسلامي انتقالي دولت دریس حامد کرزي لخوا توشح شو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS