دافغانستان داسلامي امارت دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرت وزیرمعرفي کیدل

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۵ - ۸:۴۹
دافغانستان داسلامي امارت دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرت وزیرمعرفي کیدل
دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلی الحاج نورالدین عزیزي دافغانستان داسلامي امارت دیو شمیر لوړ پوړو چارواکو لخوا دیوې غونډې په ترڅ کې دیاد وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو . په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه په دغه وزارت کې جوړشوي وو داسلامي امارت دریاست الوزرا مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي ، دبهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیرښاغلي امیرخان متقي، دچارو دادارې لوی ریس ښاغلي احمد جان احمدي ، دافغانستان دسوداګریزو خونو دفدراسیون مرستیال خان جان الکوزي ، دسوداګرۍ او پانګونې خونې ریس محمد یونس مومند، دمعدن او صنایو خونې ریس شیرباز کمین زاده داسلامي امارت یو شمېر لوړ پوړو چارواکواو سوداګرو پکې ګډون کړی وو. په یادومراسمو کې داسلامي امارت دریاست الوزرا مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي وویل چې اسلامي امارت به دصنعت او سوداګرۍ دودې په برخه کې سوداګرو ته پراختیا زمینه برابره کړي او زیاته یې کړه چې دغې موخې ته درسیدو لپاره باید ژمنتیا او هراړخیزه همکاري موجوده وي. همداراز دبهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیرښاغلي امیرخان متقي وویل چې په پښو ولاړ او له اقتصادي اړخه بسیا افغانستان دسیمې او نړۍ هېوادونو په ګټه دی او زیاته یې کړه چې دوی دګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره دسوداګریزو اړیکو دپراختیا په لټه کې دي . هېره دې نه وي چې په یاده غونډه کې دافغانستان دسوداګریزو خونو دفدراسیون مرستیال خان جان الکوزي داسلامي امارت له دې ګام څخه چې دسوداګروله منځه یې یو پیژندل شوی سوداګر دیاد وزارت دوزیر په توګه وګوماره ، مننه وکړه او دغه چاره یې وستایله ، نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې دټولو حکومتي چارو دعادي کېدو لپاره باید ګړندي ګامونه اوچت شي ترڅوپه هېواد کې دصادراتو او وارداتوبهیر خپل عادي حالت ته راوګرځي دغونډې په پای کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي ډاډ څرګند کړ چې په خپل ټول توان او وړتیا به دهېواد دسوداګرۍ په برخه کې خپلې هڅې ترسره کړي او زیاته یې کړه چې دسوداګرو صنعت کارانو او اړونده برخو لپاره به دقانون په رڼا کې هرډول اسانتیاوې رامنځته کړي. ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې دغه وزارت به دسوداګرۍ دودې په موخه اړونده کړنلارې رامنځته کړي چې پرمټ به یې دسوداګرو او صنعتکارانو لپاره هراړخیزې اسانتیاوې رامنځته شي. داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان اسلامي امارت دچارو دلاسمبالښت په موخه دهېواد دیو شمېر خدماتي ادارو لپاره سرپرستان وټاکل او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS