دافغانستان داقتصادي پیاوړتیا ترسرلیک لاندې دهرات دصنعتي نندارتون پرانیسته

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۹:۲۰
دافغانستان داقتصادي پیاوړتیا ترسرلیک لاندې دهرات دصنعتي نندارتون پرانیسته

په هرات ولایت کې ددغه ولایت دداخلي محصولاتو لوی نندارتون پرانیستل شو.

دغه نندارتون چې ( دهرات صنعتي نندارتون او کنفرانس ) تر سلیک لاندې پرانیستل شوی وو، دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني ، دیاد ولایت والي، سید عبدالوحید قتالي، دولسي جرګې یو شمېر استازو د افغانستان دسوداګرۍ او پانکونې دفدراسیون یو شمېرغړو او دمعدن او صنایعو خونودرهبرۍ پلاوي او غړو په حضور کې پرانیستل شو.

ښاغلي غوریاني وویل چې دیاد نندارتون له پرانیستې څخه یې موخه، دهېواد دداخلي تولیداتو او صنعت څخه ملاتړ او پراختیا ده.

همداراز ښاغلي غوریاني وویل چې جلالتماب ولسمشر دصنعت او سوداګرۍ دودې په موخه په ټولو ولایتونو کې له صنعت کارو مېرمنو څخه ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې په یاد نندارتون کې له سلو څخه ډیرې غرفې نندارې ته وړاندې شوي، دده په وینا له دې وروسته به ۷۰ سلنه غرفې په کورنیو او ۵۰ سلنه غرفې په بهرنیو ننداتونونو کې دمېرمنو دهڅونې په موخه مېرمنو ته ځانګړې شي.

بلخوا بیا دهرات والي ښاغلي سیدعبدالوحیدقتالي بیا وایي چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت نوې رهبري هڅه کوي چې د کورنیو او بهرنیو نندارتونونو په جوړولو سره افغانستان له یوه مصرفي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل کړي.

همداراز دهرات ولایت دصنعت او سوداګرۍ خونې ریس ښاغلي حمیدالله خادم وویل چې په هېواد کې له داخلي محصولاتو او کوچنیو فابریکو څخه ملاتړ کولای شي چې د وزګارتیا ستونزه را کمه او دپانګونې کچه لوړه کړي.

په یادو مراسمو کې چې دافغانستان دسوداګرۍ او پانګونې خونې درهبرۍ پلاوي او غړو، ملي سوداګرو ګډون کړی وو، دافغانستان داسلامي جمهوري دولت او په ځانګړې توګه دصنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

BACK TO NEWS