دامید پروژې (OMAID) انلاین غونډه تر سره شوه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۰:۱۴
دامید پروژې (OMAID) انلاین غونډه تر سره شوه

سه شنبه: دسلواغې ۲۸مه ۱۳۹۹

دامید پروژې (OMAID) انلاین غونډه دصنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني، ددې وزارت تخنیکي ټیم، دمالیې ، کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو او په افغانستان کې دنړیوال بانک مسولینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د نړیوال بانک د دوامداره همکاري او د آمید پروژې تمویل وستایه او د دې همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

ښاغلي غوریاني دا هم وویل چې د صنعتي پارکونو جوړول د افغانستان په اقتصادي وده او پرمختګ کې ستر رول لوبولی او د امید پروژه چې په هیواد کې د یو لړ صنعتي - کرهنیزو پارکونو د جوړولو مسولیت لري دصنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره داهمیت وړ پروژه ده.

د امید پروژی پرمختیایی موخه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د بزګرانو په ګډون د خصوصي سکتور د برخې اخیستنې په زیاتوالي سره د کرنې سوداګرۍ پراختیا لپاره د مناسب چاپیریال رامینځته کول په ګوته شوي دي.

په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ ، مالیې ، کرنې ، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارتونو او د نړیوال بانک ترمنځ د همغږۍ په اړه خبرې اترې وشوې چې څنګه کولای شي د دې پروژې د پلي کولو څرنګوالی وڅیړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS