داپټا په هوکړه لیک کې داړونده تعدیلاتو دراتلو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۵:۲۲
داپټا په هوکړه لیک کې داړونده تعدیلاتو دراتلو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو

یک‌شنبه : دسلواغې ۵مه 1399

داپټا په هوکړه لیک کې داړونده تعدیلاتو دراتلو په اړه دوه ورځني ورکشاپ دایر شو او په دې اړه دوړاندیزونو او نظرونو دورکړې په اړه خبرې اترې تر سره کیږي.

دغه سیمینار چې مشري یې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني کوله ددولتي نهادونو او اړونده خصوصي سکتور داستازو په ګډون ددغه وزارت د عبدالمجید زابلي دکنفرانسونو په تالار کې دایر شو.

ددغې ورکشاپ په پرانیسته کې ښاغلي غوریاني وویل چې داپټا هوکړه دافغانستان او پاکستان تر منځ دترانزیټ داسانتیا په برخه کې خورا مهم دی او زیاته یې کړه چې داپتیکا په اوومه او اتمه ناسته کې ګډون کوونکي پلاوي دخصوصي سکتور له حقونو څخه په کلکه ننګه کړې او دنړیوال سوداګریز سازمان له اصولو سره سم یې داپټا په هوکړه کې دتعدیل غوښتنه کړې ده .

ددغې دوه ورځني ورکشاپ په درشل کې به دخصوصي سکتور او دولتي نهادونو استازي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ دترانزیټ او سوداکرۍ په هوکړه کې دتعدیل په موخه خپل نظرون او وړاندیزونه له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS