دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست معین او هرات ولایت دسوداګرۍ او پانګونې خونې دمدیره پلاوي ګډې خبرې اترې

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۱:۴۶
دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست معین او هرات ولایت دسوداګرۍ او پانګونې خونې دمدیره پلاوي ګډې خبرې اترې

۳/۴/۱۳۹۹
په دغه ګډه خبري غونډه کې دهرات ولایت دسوداګرۍ او پانګونې دمدیره پلاوي رییس ښاغلي یونس قاضي زاده په دغه ولایت کې په ټولیز ډول دخصوصي سکتور پر څرنګوالي او دصنعت او سوداګرۍ په وړاندې په پرتو ستونزو خبرې وکړې.

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست معین ښاغلي عبدالکربم ملکیار دښاغلي قاضي زاده دخبرو تر اورېدو وروسته وویل چې وزارت له دغو ستوزو خبر دی او دهغې په له منځه وړلو کې یې خپلې هڅې کړي او دوام ورکوي نوموړي وویل چې ځینې ستونزې یې دیوه تفصیلي رپوټ پرمټ له جمهوري ریاست او اقتصادي عالي شورا سره شریکې کړي دي چې جلالتماب ولسمشر په دې اړوند لازم هدایت ورکړی دی.

په پای کې ښاغلي عبدالکریم ملکیار څرګنده کړه چې دحکومت رهبرۍ تل هڅه کړې چې چې دسوداګرۍ په وړاندې هر ډول خنډونه لیرې او دحصوصي سکتور دفعالیتونو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کړي او دهرات ولایت دمدیره پلاوي له ریس څخه یې وغوښتل چې خپلې اصلاحي طرحې له وزارت سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS