دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ، نوماند وزیر ددغه وزارت دفکري مالکیتونواو ثبت مرکزي عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه

دوږي ۲۵مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني ددغه وزارت دفکري مالکیتونواو ثبت مرکزي عمومي ریاست له یو شمیر ریسانو او کارکوونکو سره لیدنه او خبرې وکړې ، ښاغلي غوریاني همداراز ددغه ریاست له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او دشته ستونزو پرحل یې ټینګار وکړ.
دیادونې وړ ده چې ښاغلي غوریاني له هغو مراجعینو سره هم وکتل، چې دخپلو کارونو لپاره دې ریاست ته راغلي وو او دهغوی له ستونزو یې هم وپوښتل ، نوموړي دجوازونو داخیستلو او طی مراحل په وړاندې دپرتو ستونزو دلیرې کولواو په دې برخه کې دلا اسانتیاوو دبرابرلو ژمنه وکړه.