دلویدیځې حوزې دسواګرۍ خونې له غړو سره دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیر لیدنه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۱۵:۱۶
دلویدیځې حوزې دسواګرۍ خونې له غړو سره دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیر لیدنه

دتلې ۹ مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني دلویدیځې حوزې دسواګرۍ خونې له غړو او یو شمېر سوداګرو سره ولیدل.

په دغه غونډه کې دلویدیځې حوزې د سواګرۍ خونې غړو او یو شمېر سوداګرو دښاغلي غوریاني ګومارنه دهېواد دصنعت او سوداګرۍ دوزیر په توګه یو نیک اقدام وباله او هغه ته یې ددې دندې مبارکي وویله، دوی په دې برخه کې د افغانستان داسلامي جمهوریت له رهبرۍ څخه هم مننه وکړه.

دغونډې ګډونوالو په لویدیځه حوزه کې دسوداګرو او صنعت کارانو په وړاندې دشته ستونزو او ننګونو یادونه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې دغه ستونزې به دښاغلي غوریاني په راتګ سره حل شي او په دې برخه کې به د سوداګرۍ ودې ته هم زمینه برابره شي.

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نو ماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د غونډې دګډونوالو له ملاتړ اوپه دې برخه کې دهغوی له فعال حضور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دهغوی د ستونزو او ننګونو په له مینځه وړلو کې به هیڅ راز هڅې ونه سپموي همداراز نوموړي دهېواد له سوداګرو وغوښتل چې دوی دې دخپلو رغنده طرحو په وړاندې کولو سره دصنعت او سوداګرۍ له وزارت سره خپلې مرستې لاپسې پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۸:۵۳
Background image

د لومړی ځل لپاره دکونړ ولایت څخه د سبزیجاتو او میوه جاتو لېږدول

د لمړي ځل لپاره د کنړ ولایت څخه بهرنیو هیوادونو ته د دسبزیجاتو او میوه جاتو لېږدول پیل شول  د دې پروګرام پرانیست غونډه کی دکونړ ولایت دصنعت او سوداګرۍ ریس مولوی محمد طیب (یوسف ) په خپلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

په هرات ولایت کې د عالیست افغانیست نندارتون پرانستل شو

دعالیست افغانیست تر نامه لاندې نندارتون د ۱۴۰۳ کال د جوزا (غبرګولي) له ۱۹ تر ۲۱ نیټې پورې  ددرې ورځو لپاره  د هرات ولایت په آسمان تالار کې د هیواد تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۵۷
Background image

د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانیستل شو

یاده غونډه د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء  د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي، د بېلابېلو وزارتونو استازو او د خصوصي. . .

BACK TO NEWS