دپاکستان له صدراعظم سره دافغانستان دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست او نوماند وزیر ليدنه

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۱:۹
دپاکستان له صدراعظم سره دافغانستان دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست او نوماند وزیر ليدنه

پنجشنبه : دلړم ۸مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني او ورسره پلاوي په پلازمينه اسلام آباد کې دپاکستان دصدراعظم ښاغلي عمران خان سره خبرې اترې وکړې .

په دغه خبرو کې دپاکستان صدراعظم ښاغلي عمران خان دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي غوریاني او ورسره پلاوي ته، ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوداونو ترمنځ یې دورورګلوۍ داړیکو یادونه وکړه، نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان دتېر په څیر دافغانستان دسولې له پروسې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

دپاکستان صدراعظم دیوې سیاسي هوکړې داړتیا له مخې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې دسولې ټینګښت دسیمې داړیکو د پیاوړتیا، دنویوفرصتونو درامنځته کېدو او په سیمه کې دسوداګریزو اړیکو دلاپیاوړتیا لامل کیږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې ددواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي او سوداګریزو اړیکو څخه ملاتړ کوي .

په دغه غونډه کې دافغانستان داسلامي جمهوریت دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او ونوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ددواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي اړیکو پرپیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دسوداګرو په وړاندې دې په ګمرکونو کې پرتې ستونزې حل او په ترانزیټي لارو کې دې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي غوریاني وویل چې دافغانستان او پاکستا دسوداګرۍ او پانګونې په ناسته کې ترډېره دافغان سوداګروستونزې حل شوې .

ښاغلي غوریاني داهم وویل چې افغان دولت له پاکستان سره تلپاتې سوداګریزې اړیکې غواړي او له همدې کبله یې د دوستو هېوادونو لپاره ډیرې اسانتیاوې په پام کې نيولې دي.

دیادونې وړ ده چې په دغه لیدنه کې دپاکستان دصدراعظم مشاور او دسوداګرۍ وزیر ښاغلي عبدالرازق داوود، دافغانستان دولسي جرګې دځوانانواوروغتیا کميټې ریس، نجیب الله ناصر او په اسلام آباد کې دافغان سفارت سرپرست، رحیم الله قطره هم ګډون کړی وو.

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلی نثار احمد غوریاني له ځو ورځو راهیسې په پاکستان کې دی ، او دافغان سوداګرو او خصوصي سکتور دستونزو دله منځه وړلو په موخه یې، دپاکستان دسنا مجلس له ریس، ددغه هېواد دپارلمان له نایب، دسوداګرۍ له وزیر او دپاکستان له صدراعظم سره خبرې اترې کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS