دکندهار ولایت دصنعت او سوداګرۍ ریاست له کارکوونکو سره ددې وزارت دمعین لیدنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۷:۴۱
دکندهار ولایت دصنعت او سوداګرۍ ریاست له کارکوونکو سره ددې وزارت دمعین لیدنه

دوشنبه دغبرګولی ۳یمه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محمد سلیمان بن شاه ، چې د صنعت کارانو ، سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د شته فرصتونو او ننګونو د ارزونې په موخه کندهار ولایت ته سفر کړی، د کندهار د صنعت او سوداګرۍ د ریاست له کارکوونکو سره یې وکتل

په دې ناسته کې محمد سلیمان بن شاه د خصوصي سکتور لپاره د خدماتو وړاندې کولو او لازمو اسانتیاو په برابرولو کې د کندهار د صنعت او سوداګرۍ د ریاست د کارکوونکو له کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دې ریاست کارکوونکي د خپلو دندو ترسره کولو په برخه کې ژمن دي.

دغه راز په دې ناسته کې د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست یوکارکوونکی  چې خپلې دندې یې په ښه ډول ترسره کړې وې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه لخوا په ستاینلیک او نغدي مرستې وستایل شو.

په دغه غونډه کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ولایتونو کې د دې ریاستونو د کارکوونکو اداري ستونزې حل کړي ترڅو دوی وکولی شي په ډاډ سره کار وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS