د اذربایجان هېواد د اقتصاد وزارت له لومړي مرستیال سره د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ د یرپرست وزیر لیدنه
پنجشنبه ۲۶ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۸ لینډی ۱۴۰۳
د افغانستان اشلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزيز د حلال استانبول۲۰۲۴ نړیوال نندارتون په څنډه کې د اذربایجان جمهوریت د اقتصاد وزارت له لومړي مرستیال محترم مامدوف سره وکتل.
پدې کتنه کې محتزم الحاج عزیزي د لاجوردو له لارې څخه د ښې ګټې اخیستنۍ په اړه د اذربایجان د اقتصاد وزارت له معین سره خبرې اترې وکړې.
همداراز پدې کتنه کې د اذربایجان د اقتصاد وزارت لومړي مرستیال د افغان دولتي او خصړصي سکتور استازو ته بلنه ورکړه ترځو د هغه هېواد د محصولاتو او تولیداتو په نندارتون کې ګډون وکړي چې په نژدې راتلونکې کې ټاکل شوې په هغه هېواد کې جوړ شي.