د ازبکستان په ترمذ ښار کې د افغانستان او سیمې په کچه یو لوی سوداګریز مرکز پرانیستل شو

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۹:۲۸
د ازبکستان په ترمذ ښار کې د افغانستان او سیمې په کچه یو لوی سوداګریز مرکز پرانیستل شو

پنجشنبه ۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۸ وږی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، په تر مذ ښار کې د ګډ سوداګریز مرکز تر پرانیستل کېدو وروسته یوې رسنۍ ته ددې مرکز د جزییاتو په وړاندې کولو سره وویل چې ددې مرکز په پرانیستلو سره مونږ کولای شو د افغان سوداګرو ستونزو ته رسیدنه وکړو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج عزیزي د آسیا او امریکا هېوادو ته د افغانستان د غیر الکولي نوشابو د صادراتو په اړه د معلوماتو ورکولو سره زیاته کړه چې په ترمذ کې ددې مرکز په پرانیستل کېدو سره د روسیې، قرغیستان، بلاروس، قزاقستان،آذربایجان، ترکمنستان، پاکستان، ازبکستان او افغانستان سوداګرو ته ډېرې آسانتیاوې په لاس ورغلی او دا مرکز به د افغان سوداګرو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې هم ډېره مرسته وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست همدا راز زیاته کړه چې:پدې نوي پرانیستل شوي مرکز کې به د برېښنا،فعال ترانسپورت او ریل ګاډي په څېر ځیني نورې اسانتیاوې موجودې وي او دلته به دافغانستان صادراتي توکیو ته د معیاري بسته بندۍ خدمتونه هم برابر وي او لدې لارې به مونږ وکولای شو له لنډو او نژدې هوایي ډګرونو څخه صادرات ولرو.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د ترمذ سوداګریز مرکز د سیمه ییزې همکمارۍ او تفاهم په موخه پرانیستل شوی دی او مونږ لدې لارې د افغانستان د خلکو د اقتصادي او سوداګریزو پروګرامونو د ملاتړ غوښتونکي یو.

د یادولو وړ ده چې نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي یا سنبلې په اتمه، د ازبکستان د ترمذ ښار د سیمه ییزې سوداګرۍ مرکز، د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند، د ازبکستان هېواد صدراعظم عبدالله عارف اوف، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزی، د آذربایجان هېواد د صدراعظم مرستیال، د قزاقستان هېواد د سوداګرۍ خونې مرستیال او د قرغزستان هېواد د سوداګرۍ خونې د مرستیال، په حضور کې پرانیستل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS