د استانبول په نړیوال حلال نندارتون کې په لومړي ځل د افغانستان حضور

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۲
د استانبول په نړیوال حلال نندارتون کې په لومړي ځل د افغانستان حضور

سه شنبه ۱۲ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۲۴ تله ۱۴۰۳

په هغه ناسته کې چې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ، د سکتوري خونو د محترمو استازو او د غالیو تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې د استازو په ګډون ترسره شوه، په استانبول ښار کې جوړیدونکي د ۲۰۲۴ حلال نړیوال نندترتون کې د افغانستان پر ګډون او له افغانستان څخه پدې نندارتون کې ګډونوالو ته په پام کې نیول شوې آسانتیاوې و ارزول شوې.

پدې نندارتون کې چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د نوامبر له ۲۷مې تر ۳۰ مې ( د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ( قوس) له شپږمې تر نهمې ) د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شي، په لومړي ځل د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه او د هېواد خصوصي سکتور ته، د ګډون او نندارې ته د خپلو محصولاتو او تولیداتو د وړاندې کولو لپاره رسمي بلنه ورکړل شوې ده.

د استانبول حلال نندارتون د اسلامي نړۍ په کچه یو له سترو نندارتونو څخه دی او د ټولې نړۍ په کچه دریم لوی نندارتون دی چې تېر کال په استانبول کې پدغه نندارتون کې د نړۍ له ۱۲۵ هېوادو څخه د سوداګرۍ د ۶۰ وزیرانو په ګډون، سوداګرو،صنعت کارانو او پانګوالو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې د دې نندارتون په څنډه کې سوداګریز کنفرانسونه، د سوداګریز تواصل یا راکړې ورکړې ناستې او نور اقتصادي پروګرامونه هم جوړیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS