د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ د زعفرانو د پلور تړون.

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۴:۳۱
د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ د زعفرانو د پلور تړون.
چهارشنبه دکب ۲۰مه ۱۳۹۹
د ازبکستان هیواد ته د ځینو افغان سوداګرو د سفر په مهال په میاشت کې د ۱۰۰ ګیلو ګرامه زعفرانو د پلورلو تړون د افغانستان او ازبکستان هیوادونو د سوداګرو ترمنځ لاسلیک شو.
ددې تړون په اساس د ازبکستان سوداګر هره میاشت ۱۰۰ ګیلو ګرامه زعفران له افغان سوداګرو پیرې، په ازبکستان او نورو آسیايې هیوادونوکې يې پلوري.
په میاشت کې ۱۰۰ ګیلو ګرامه زعفران چې کال کې ۱۲۰۰ ګیلو ګرامه کیږي په سیمه او آسیایې هیوادنو کې د زعفرانو د پلور یو ستر اقدام بلل ګیږي.
همدا راز په دې سفر کې افغان سوداګرو د ازبکستان له سوداګرو سره بیلا بیلې ناستې درلودې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګريزو همکاریو په هکله يې خبرې اترې وکړي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ددې تړون د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ چې د ازبکستان سوداګر دې د نړې مختلفو هیوادونو ته د زعفرانو په صادراتو کې زیاتوالي راوړي.
د افغانستان د سوداګرۍ د ښه والې ډله د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ فعالیت کوي چې د نړیوالو معیارونو سره سم دنړۍبیلا بیلو هیوادنو ته زعفرانو د صادراتو په زیاتوالي کار کوي.
د زعفرانو د تولید له پلوه افغانستان د نړۍ د درې سترو هیوادنو څخه شمیرل کیږې او هم افغان زعفران د نړې د ښه کیفیت او خوند لرونکې زعفرانو څخه دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS