د افغانستان او ازبیکستان سوداگریزو پلاویو په کابل کې سره ناسته وکړه

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۵:۰
د افغانستان او ازبیکستان سوداگریزو پلاویو په کابل کې سره ناسته وکړه

شنبه ۱۳ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۲۷ زمری ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر محترم الحاچ نرالدین عزیزي او د ازبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ د وزیر لزیز قدرتوف په حضور کې د افغانستان او ازبیکستان تر مینځ سوداګریزه ناسته ترسره شوه.

پدې ناسته کې د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت، کرهنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د اوبو او انرژۍ  وزارت سرپرستانو ګډون درلود، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په لومړي سر کې ازبیکستان ته د سفر پر مهال د افغانستان د اسلامي امارت له او خصوصي سکتور له پلاوي څخه د ازبیکستاني لوري له تاوه ه کلي او کوربه توب څخه مننه وکړه، د یوه او بل هېواد ته د دواړو لوریو د چارواکیو سفرونه د اړیکو د ټینګښت او د راکړې ورکړې د تحکیم په برخه کې اړین او مهم و ګڼل او ویې ویل: د دغه لیدنو کتنو دوام د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګرۍ د لا پیاوړتیا سبب ګرځي.

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست همدارنګه په کابل کې د ازبېکستان هېواد د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون، د افغانستان، ازبیکستان او آذربایجان تر مینځ د درې اړخیزې ناستې، د دواړو هېوادو د ځینو مشخصو صادراتي توکیو پر سر د ترجیحي تعرفې لګول، د حیرتانو د بندر د ۲۴فعالیت د ساعته کېدو، د ترانسپورتي ستونزو د کمښت، د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې، د دواړو هېوادو په خاوره کې د یو او بل د سوداګریزو خونو پرانیستنه، د افغانستان او ازبیکستان سره د ځینو هېوادو لکه ایران، پاکستان، قزاقیستان او ځینو نورو درې اړخیزه ناستې او دې ته ورته پر ځینو نورو مسایلو خبرې وکړې.

وروسته بیا د ازبېکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي لزیزقدرتوف دهغه تړونونو او توافق نامو او ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل چې د افغانستان د اسلامي امارت او د ازبېکستان د جمهوریت تر مینځ ترسره شوي دي.

"لزیز قدرتوف" وویل چې د دواړو هېوادو تر مینځ پر ټولو ترسره شویو هوکړه لیکونو او تړونو به عمل پیل شوی او فوراً به یې په اړه عملي ګامونه پورته شي. نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو د پلاویو تر مینځ د لیدنو کتنو پر دوام هم ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS