د افغانستان او قزاقستان د پلاویو تر مینځ د سوداګرۍ، ترانزیت، حمل و نقل، انرژي او کانونو په برخه کې خبرې اترې

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۱۷
د افغانستان او قزاقستان د پلاویو تر مینځ د سوداګرۍ، ترانزیت، حمل و نقل، انرژي او کانونو په برخه کې خبرې اترې

دوشنبه 18 ربیع الثانی 1446 / 30 تله 1403

د ا.ا.ا او قراقستان جمهوریت تر مینځ د دوه اړخیزه خبرو اترو په داوم چې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او د قزاقستان جمهوریت د صدراعظم مرستیال "سریک ژومانگارین" په مشرۍ ترسره شوې، په بېلابېلو پنلونو کې د افغان او قزاق ټیمونو تر مینځ بېلې ناستې هم ترسره شوې.

ددې ناستې د سوداګرۍ په پنل کې افغان پلاوي مشري د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو رییس او د قزاقستان پلاوي مشري دهغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په غاړه وه.

 د سوداګرۍ، ترانزیت، حمل او نقل په پنل کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د قزاقستان له لارې د افغانستان او چین تر مینځ د ترانزیتي لارو د زیاتوالي،د حمل او نقل په سکتور کې د آسانتیاوو را مینځ ته کولو او د ریل پټلۍ له لارې په لېږد را لېږد کې د تعرفې په کموالي خبرې اترې وشوې.

همدارنګه د دواړو هېوادو پلاویو د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت د معین او د قزاقستان هېواد د صنعت او ساختمان وزارت د مرستیال په ریاست، د انرژۍ او معادنو په پنل کې د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې د قزاقستان د ظرفیت په تړاو او په افغانستان کې د شته امکاناتو او ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

په پای کې د قزاقستان لوري د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته خپل چمتووالی وښود او افغان لوري هم د کانونو په سکتور کې دلته د شته فرصتونو د کتلو لپاره هغوی ته بلنه ورکړه تر څو له افغانستان څخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

د افغانستان او پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لیدنه او رغنده بحثونه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین او ور سره مل پلاوي نن سه شنبه د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوه لوړپوړي

BACK TO NEWS