د افغانستان د تولیدي صنایعو دنندارتون پرانیسته  د ځان بسیاینې په لور

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۴:۱۸
د افغانستان د تولیدي صنایعو دنندارتون پرانیسته   د ځان بسیاینې په لور

 پنجشنبه د غوایی ۳۰ مه ۱۴۰۰

 د افغانستان د تولیدي صنایعو نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني ، د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون عمومي رییس ، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس ، د صنعت او کانونو خونې عمومي رییس، دولتي چارواکو ، کسبګر ، پانګوالو او سوداګرومیرمنولخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دایمي نندارتون ّه سیمه  کې پرانیستل شو او په کار یي پیل وکړ.

 د صنعت او سوداگرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې نن د افغانستان لپاره دا لوی ویاړ دی چې د هیواد تولید ي صنایع په ۴۸ توکو کې ځان بسیاینې ته رسیدلي او په ۱۲ نورو توکو کې ځان بسیاینې ته نږدې شوي دي.

 ښاغلي غوریاني وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د دې وزارت د تعرفې د محافظت پالیسي په ملاتړ سره دوی توانیدلي چې د هیواد د لومړنیو اړتیاوو ۶۰ قلمه توکو کې په ځان بسیا شي.

 دصنعت او سوداګرۍ وزیر د هیواد د کورنیو تولیداتو په کارولواو د محصولاتو دپیرلو په ملاتړ د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د صنعتکارانو محصولات به په دغه نندارتون کې د دریو ورځو لپاره په 200 غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.

 ښاغلي غوریاني د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وویل چې د کابل او هرات له صنعتي پارکونو څخه یې د خپلو لیدنو پرمهال ولیدل چي په مختلفو سکتورونو کې تر ۵۰ ملیونه ډالرو ډیرې نوې پانګونې شوي دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې ددغه وزارت دحمایوي برنامو او د جمهوري ریاست دعالي مقام په ملاتړ په نږدې راتلونکي کې به دغه وزارت په متحده ایالاتو او اروپا کې د دایمي بازارونو د جوړولو لپاره د افغاني تولیداتو پلور پیل کړي .

 د نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې ، د افغانستان د صنایعو او کانونو عمومي رییس شیرباز کمین زاده وویل چې څو کاله وړاندې صنعتي تولیدات له ۱۲ تر۴۸ قلمه  توکو کې په ځان بسیا وو ، خو اوس د دولت په ملاتړ او دصنعت او سوداگرۍ وزارت دهر اړخیزو پروګرامونو په هڅوافغانستان  ۶۰ قلمه توکو په برخه کې  په ځان بسیاینې ته رسیدلی.

 ښاغلي کمین زاده ، په بیلابیلو تولیدي سکتورونو کې د پانګوونې په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې قدرداني وکړه او د هیواد له اتباعو یې وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او د هیواد د لا اقتصادي ودې او پرمختګ زمینه برابره کړي.

 دغه راز د افغانستان د فدراسیون عمومي رییس محمد اسماعیل غضنفر وویل چې د افغانستان د سوکالۍ او اقتصادي ودې یوازینۍ لار صنعت دی او په خصوصي بانکونو یې غږ وکړ چې د هیواد د صنعتي کیدو له پروسې ملاتړ لپاره د افغانستان په تولیدي صنعت کې زیاته پانګونه وکړي.

 په دغو مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مهمند د نندارتون له جوړیدو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د یو شمیر ستونزو سربیره ، د هیواد پانګوالو په بیلابیلو سکتورونو کې پانګه اچونه کړې.

 له بلې خوا ، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې میرمن پرورش اوریاخیل وویل چې په دې نندارتون کې صنعت کارې او سوداګرې مېرمنې هم شتون لري او د هغوی محصولات په بیلابیلو سکتورونو کې نندارې ته ایښودل شوي او دغو میرمنو په کوچنۍ ، مینځنۍ او لویوبرخوکي  پانګونه کړې ده.

 د مراسمو په بله برخه کې ، د پارلماني چارو وزارت د پارلماني چارو معین ډاکټر سید علي کاظمي د صنعت او سوداګرۍ پراختیا لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت وروستي فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې د کورني تولید ملاتړ به وکړي چې افغانستان په ځان بسیاینې ورسوي.

 د افغانستان د فدراسیون خونومرستیال خان جان الکوزي له صنعت کارانو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې پانګه وال په هر حالت کې له خلکو سره دي او پانګه اچونه کوي.

 ښاغلي الکوزي دغه راز زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دولت او خصوصي سکتور په همکارۍ د هیواد تولیدي صنعت په ځان بسیا شي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د دولتي او خصوصي سکتور له چارواکو سره په ګډه د افغانستان د تولیدي صنایعو نندارتونونو څخه لیدنه وکړه او د هغوی د محصولاتو په اړه یې خبرې وکړې.

 دا نندارتون د صنعت د اونۍ په پیل کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د ۶۰ ډوله محصولاتو معرفي کولو په هدف چې د افغانستان تولیدي صنعتونه په ځان بسیا شوي د کورنیو تولیداتو ملاتړ او پانګونې په موخه  په لاره اچول شوي وو.

دیادونې وړده چې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري د صنعت ، پانګوونې او کورنیو تولیداتو د ملاتړ اونۍ په جریان کې په کندهار ، ننګرهار ، بلخ ، هرات او کابل صنعتي پارکونو کې د خصوصي سکتور د تولید څو فابریکې پرانیزي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۵
Background image

افغانستان ته د چین هېواد د لومړنۍ مستقیمې محمولې را رسیدل

چین، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ته د  ا.ا. ا . د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د سرپرست د پرله پسې سفرونو او هڅو په پایله کې د ریل ګاډي له لارې له چین هېواد ته د سوداګریزو توکیو لومړنۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۴۰
Background image

په بلخ ولایت کې د صادراتو واحد مرکز پرانیستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن شنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ( قوس) په درېمه نېټه، په دغه ښار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۶
Background image

د روغتیایي توکیو د تړلید یوه فابریکه په پروان ولایت کې پرانیستل شوه

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نوړرالدین عزیزي له خوا د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ(قوس) میاشتې په لومړۍ نېټه د پروان ولایت د تتمدرې په صنعتي پارکونو کې د پروان. . .

BACK TO NEWS