د ایران د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه د ریل پټلۍ له لارې هیواد ته دننه شوه

چهارشنبه دلیندۍ ۱۲ مه 1399
په لومړي ځل د ایران اسلامي جمهوریت د سوداګریزو توکو یوه جوپه خواف- هرات د ریل پټلۍ له لارې هرات ښار ته راورسیده
په دې توکو کې شاوخوا۴۰۰ ټنه سمینټ شامل دي، په پام کې ده چې دا د ریل پټلۍ په نږدې راتلونکي کې د لوړ رتبه پلاوي په شتون هرات کې پرانستل شي ، چې ددې ریل پټلۍ په پرانستلو سره افغانستا په پام کې لري ترڅو شاوخوا ۴۰۰ ټنه سوداګریز توکې د حبوباتو،وچو میوو،طبي نباتاتو او نور توکې به ایران ته صادر کړي.
همدا راز ددې ریل پټلۍ په پرانستلو سره به افغانستان د لویدیځ بندرونو ایران او د ایران ـــ ترکې ریل پټلۍ د شبکې له لارې افغانستان له اروپاسره ونښلول شي.