د بنائی د ځمکې اړوند غونډه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۱۶:۲۸
د بنائی د ځمکې اړوند غونډه

دوشنبه:د غويې۲۶مه ۱۴۰۱

د پلچرخي دصنعتي پارک د انکشافي پلان په برخه کې د شاوخوا ۳۶ جریبه ساختماني ځمکې د طرحې غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئیس ښاغلي عبدالعظیم قریشي، د ملي پراختیا د ادارې مرستیال او اړوندو رئیسانو په ګډون جوړه شوه.

په پیل کې د صنعتي پارکونو او صنایعوچارو عمومي رئیس د ۳۲۴ جریبه ځمکې چې د امیرالمومنین د(۱۲۷۴) ۱۴۲۱/۱۱/۲۶ ګڼه فرمان له مخې مسترد کیدلواو په  هغه کې د بنايې د ساختمان ۳۶  جریبه ځمکې د شمولیت اړونده معلومات ورکړل.

نوموړي زیاته کړه،موږهوډ لرو، چې د پارکونو ټولې سیمې په ځانګړې توګه د پلچرخي صنعتي سیمې ته پراختیا ورکړو.               دا سیمه د صنعت له پلوه یوه مهمه نقطه ده، موږ هڅه کوو چې د اوسنې وخت له غوښتنو سره سم د کورنیو تولیداتوپه پراختیا په برخه کې له صنعتي پارکونو څخه په عصري بڼه ګټه واخلو.

ورپسې د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش او مراقبت رئیس وویل چې د روژې له مبارکې میاشتې وړاندې یې د ۳۶ جریبه ځمکې د دعوا  په اړه د ملي پراختیا ادارې له رئیس سره خبرې کړي او هغه ته یې معلومات ورکړې وه ،چې داحکامو او اسنادو پربنسټ دا ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو ملکیت دی.

په پای کې د ۳۶ جریبه ځمکې اړوند له هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د محکمې تر وروستۍ پرېکړې پورې به یاده ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت  په واک کې وی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS