د درملو او روغتیایي محصولاتو داتحادیې له غړو سره لیدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۹:۱۴
د درملو او روغتیایي محصولاتو داتحادیې له غړو سره لیدنه

چهارشنبه: د غبرګولي ۴مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د متشبثینو د اتحادیې له غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان د درمل جوړولو او روغتيايي محصولاتو د اتحاديې رييس صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرو او خصوصي سکتور د کور په توګه وباله  او د ويزو د ترلاسه کولو په برخه کې د دغې اتحاديې د غړو ستونزې شریکې کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خصوصي سکتور څخه  پر ملاتړ او همکارۍ  ټینګار وکړ او زیاته يې کړه ، موږ په پوره غور سره ستاسو ستونزو ته پاملرنه لرو او هڅه کوو چې د پاسپورټ او نورو خدمتونو په برخه کې د وزارت په چوکاټ کې ترواحد چترلاندې لا ډېرې اسانتیاوې خصوصي سکتور لپاره رامنځته کړو.

ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د دغه وزارت د چارو د بهیر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې موږ باور لرو؛ سوداګر او صنعت کاران  قدرمند خلک دي او موږ د دوی د کار ستاینه کوو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

BACK TO NEWS