د سوداګري وزارت مرستیال د لوګر ولایت له معاون سره وکتل

reza_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۴:۴
د سوداګري وزارت مرستیال د لوګر ولایت له معاون سره وکتل

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د غونډو په عمومي تالار کې د لوګر ولایت له معاون, د یاد ولایت د صنعت او سوداګري آمر او د خصوصي سکتور له استازو سره وکتل. د لیدنې پر مهال د د لوګر ولایت معاون مولوي انعام الله د سوداګري آمریت لپاره د تعمیر د جوړښت او د آمریت په ریاست د بدلولو غوښتنه وکړه. ورپسې د خصوصي سکتور استازو په یاد ولایت کې د سوداګري په وړاندې د پرتو ستونزو یادونه وکړه.

د سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې د ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ. نوموړي زیاته کړه چې د تعمیر جوړونې او ریاست ته د ارتقا لپاره باید وزارت ته  رسمي وړاندیزونه وشي تر څو يې د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته شي. ښاغلي جمال د صنعتي پارکونو موضوع ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه چې د پارکونو د ځمکو اړوند تګلاره یو ډول او عمومي ده. همدا راز په وینا يې چې د لوګر د صنعتي پارک لپاره د بریښنا د رسولو اړوند موضوع يې د بریښنا شرکت سره شریکه کړې او په حل يې کار روان دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۷:۴۹
Background image

د غوره ملي خدمتونو پسرلني نندارتون کې ګډون

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوی قدرت الله جمال د غوره ملي خدمتونو نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۸:۲۲
Background image

سوداګرو او د بار وړونکو موتړو سکټور ستونزې اوریدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د هلمند، کندهار، پکتیا، خوست، او میدان وردګ ولایتونو سوداګرو او د بار وړونکو موټرو سکټور له یو شمیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۸:۳۸
Background image

د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې د مدیره هيئت رئیس معرفي شو

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي عبدالطیف نظری، د صنایعو او کانونو خونې د مدیره هیئت مشر ښاغلي شیرباز. . .

BACK TO NEWS