د صنعتي سیمو د قانون د تنفیذ او پلي کېدو د څرنګوالي په اړه یوه کاري ناسته جوړه شوه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۹:۳
 د صنعتي سیمو د قانون د تنفیذ او پلي کېدو د څرنګوالي په اړه یوه کاري ناسته جوړه شوه

پنجشنبه ۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۸ وږی ۱۴۰۳

په هغه ناسته کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین محترم مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ او د صنعتي پارکونو او صنایعو د چارو عمومي رییس او د ځمکو د وېش د اسنادو د څېړنې او ارزونې د پلاوي د مشر محترم قاري عبدالمجید قیام، ددې عمومي ریاست د اړونده رییسانو او د ارزونې د پلاوي د محترمو غړیو په ګډون جوړه شوې وه، د صنعتي سیمو د قانون د پلي کېدو پر څرنګوالي بحث وشو.

په لومړي سر کې د صنعتي سیمو د قانون د پړاونو بشپړولو پروسې د څرنګوالي په اړه یو پرېزنتېشن د وزارت د حقوقي چارو د رییس له خوا وړاندې شو .

ورپسې د ناستې ګډونوالو ددې قانون د لا ښه پلي کېدو پر لارو چارو بحث وکړ او خپل نظریات یې له اړونده مسوولینو سره شریک کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د صنعتي سیمو قانون د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم وګڼلو او د ځمکو د وېش په اړه یې د اسنادو د ارزونې او څېړنې پلاوي د فعالیتونو او کارونو پر آسانه کولو ټېنګار وکړ.

د یادولو وړ ده چې د صنعتي سیمو( پارکونو) قانون پر یوې سریزې سربېره ۶ بابه، ۱۱ فصله او ۶۷ مادې لري چې په پنځلسمه ماده کې یې د عمومي رییس تر مشرۍ لاندې یو رییس له اوو تنو غړیو سره د ځمکو د اسنادو د ارزونې او څېړنې لپاره ګومارل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS