د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ملکیتونو د وضعیت ارزونه
شنبه: د وری ۲۰مه ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د نندارتونونوریاست دجایدادونو د وضعیت په اړه بحث اوخبرې وکړې.
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رييس ښاغلي احسان الله پذیرد ماليې وزارت اړوند د۱۶ سالونونو، ملي بانک د آسان خدمت دملي ادارې د قرارداد په اړه وضاحت ورکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په خپلو خبرو کې وویل ، مخکې له دې چې په دې اړه پریکړه وشي؛ دا اړینه ده چې ټولې مسلې حل شي او بیا به وزارت له هر اړخیزې څیړنې وروسته معقوله پریکړه وکړي.
د دغه وزارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال له خپل مله ټیم سره ددغه ریاست له ټولو جایدادونو څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
هغه زیاته کړه، د منظمو نندارتونونو په جوړولو سره به وزارت له خلاصې فضا او تالارونو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.