د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په اتو صنعتي پارکونو کې د ځمکې ویش
دوشنبه:د چنګاښ۵مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې د جذب په موخه د اتو ولایاتو په صنعتي ښارګوټو کې پانګوالو ته د ځمکې د ویش په هکله چمتو والي لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د باریک آب صنعتي او کرنیز ښارګوټي،د هرات په صنعتي ښارګوتې کې د څلورم فیز،د خوست ولایت په سموات بڼ ،د میدان ورتګ ولایت د تخت کوتل،د ننګرهار ولایت حصارشاهي،د کندهار ولایت په شوراندام،د لوګر ولایت په محمدآغې،او د پکتیا ولایت د رباط په دښتې په صنعتي ښارګوټو کې پانګوالو او صنعت کارانو ته ځمکې ویشي.
هغه پانګوال او صنعتکاران چې غواړي په دې صنعتي پارکونو کې ځمکې ترلاسه کړي کولی شي د مرکز او ولایتونو د صنعتي پارکونو او صنایعو چارو عمومي ریاست او سکتوري خونو ته د ځمکې ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیک وړاندې کړی.
همدارنګه، په نږدي راتلونکي کې به 51 هغه شرکتونه چې د ځمکې غوښتنې سندونه یې دمخه د ځمکې د توزیع د ځانګړې کمیټې په د ریمه ناسته کې څیړل شوی شوي وو، د اقتصاد د عالي شورا د تصویب ورسته،به ځمکه دوی ته وویشل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت به په پنځو ولایتونو کې پانګونکو او صنعتکارانو لپاره د لازمو اسانتیاو برابرولو په موخه د پنځو صنعتي ښارګوټو جوړول پیل کړی.