د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين د ارغندۍ صنعتي پارک څخه لیدنه و کړه
پنجشنبه ۲۴ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۶ مرغومی۱۴۰۳
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي احمدالله زاهد پرون (چهارشنبې) په ورځ د ارغندۍ صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې په ترڅ کې د صنعت کارانو ستونزې په پوره پام واورېدلې او ژمنه یې وکړه چې د هغوی د مشکلاتو د حل په موخه به شپه او ورځ هڅې وکړي.
مولوي احمدالله زاهد وویل چې د صنعت کارانو ستونزې به له اړوندو ادارو سره شريکې کړي او د حل لپاره به یې جدي اقدامات وکړي. هغه زیاته کړه چې د هېواد د آبادۍ او په ځان بسایني بنسټیز عامل داخلي صنعت دی. اسلامي امارت ژمن دی چې د داخلي صنعت د ودې لپاره هر ډول همکاري وکړي او د صنعت کارانو د پرمختګ په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي.
د ارغندۍ صنعتي پارک صنعت کارانو د مولوي احمدالله زاهد له ورتګ څخه مننه وکړه او د نوموړي لیدنه یې د ځان لپاره د ملاتړ او هڅونې یوه لویه نښه وبلله.