د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين د ارغندۍ صنعتي پارک څخه لیدنه و کړه

anwar_admin
Thu, Dec 26 2024 9:50 AM
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين د ارغندۍ صنعتي پارک څخه لیدنه و کړه

پنجشنبه ۲۴ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۶ مرغومی۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي احمدالله زاهد پرون (چهارشنبې) په ورځ د ارغندۍ صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې په ترڅ کې د صنعت کارانو ستونزې په پوره پام واورېدلې او ژمنه یې وکړه چې د هغوی د مشکلاتو د حل په موخه به شپه او ورځ هڅې وکړي.

مولوي احمدالله زاهد وویل چې د صنعت کارانو ستونزې به له اړوندو ادارو سره شريکې کړي او د حل لپاره به یې جدي اقدامات وکړي. هغه زیاته کړه چې د هېواد د آبادۍ او په ځان بسایني بنسټیز عامل داخلي صنعت دی. اسلامي امارت ژمن دی چې د داخلي صنعت د ودې لپاره هر ډول همکاري وکړي او د صنعت کارانو د پرمختګ په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي.

د ارغندۍ صنعتي پارک صنعت کارانو د مولوي احمدالله زاهد له ورتګ څخه مننه وکړه او د نوموړي لیدنه یې د ځان لپاره د ملاتړ او هڅونې یوه لویه نښه وبلله.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS