د لبنیاتو سکتور دغړو سره لیدنه
یک شنبه مورخ ۱۱ ربیع الاول ۱۴۴۴ / ۱۵ لړم ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د هېواد د لبنیاتو سکتور له غړو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د هېواد د لبنياتو تولیدکونکو د طبيعي او کورنیولبنياتو څخه د بازار د اړتیاوو د پوره کیدلو ادعا وکړه، او له یاد سکتور څخه د ملاتړ په موخه يېد ۱۲ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته د لبنیاتو پر وارداتود تعرفې د لوړولو غوښتنه وکړه ،زیاته يې کړه چې د ګمرک د ډیټابیس نرخ د بازار له نرخ سره سم نه دی او باید دې برخې ته پاملرنه وشي.
ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي عزیزي د هېواد د لبنیاتو له سکتور څخه په ملاتړ وویل چې امارت ددې سکتور څخه ملاتړ کوی، نوموړې د لبنیاتو د پروسس او تولید فابریکو له ټولو مسوولینو وغوښتل، چې د تولید د وړتیا، په فابریکو کې د کارېدونکو خامو موادو ډول، د اړیکو شمېرو او د کارکوونکو شمېر په ورکړل شوي فورمه کې ثبت کړې تر څو ټولې فابریکې وڅېړل شي.
پای کې ښاغلي عزیزي د دغه وزارت د لومړنیو صنایعو رئیس ته لارښوونه وکړه چې د لبنیاتو د فابریکو له مسوولینو څخه دې د لازیاتو بحثونو لپاره یو تخنیکي ټیم جوړ شی.
د فابریکو د خاوندانو په وینا اوس مهال په افغانستان کې د لبنیاتو دپروسس او تولید ۳۲ سترې فابریکې فعالیت کوي.