د مالي او اداري چارو د عمومي ریاست اوریدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۱۲:۱۵
د مالي او اداري چارو د عمومي ریاست اوریدنه

پنجشنبه:د غويی لومړۍ ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د دغه وزارت د مالي او اداري چارو د عمومي ریاست د کړنو راپور واورېد او د وزارت د منقولو او غیر منقولو شتمنیو د ساتنې په ګډون یې په مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د مالیې او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي محمد هاشم عمري د وزارت د مهمو او قیمتي املاکو د شتون په اړه  پخ فصیل سره د خپلو اجرااتو راپور وړاندې کړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال وويل، چې د وسايلو ساتنه، کارکوونکو ته د وسايلو سپارل او بيا ترلاسه کول د دې رياست له مسووليتونو څخه دي او د هغې په وړاندې ځواب ویونکې دی .

 نوموړې زیاته کړه، په دې برخه کې هیڅ ډول معافیت نشته، ټول توکې باید په ډیجیټل شکل په پوره شفافیت سره وساتل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS