د نرخونو،بې کیفیته او تاریخ تیرو توکو کنترول

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۷:۳۷
د نرخونو،بې کیفیته او تاریخ تیرو توکو کنترول

یک‌شنبه دغوايي ۱۲مه ۱۴۰۰

د کندز او تخار ولایتونو د صنعت او سوداګرۍ د برخو لخوا د یاد ولایاتو د بې کیفته او تاریخ تیرو توکو د لمنځه وړلو لپاره د بازار څارنه وشوه.

په کندوز او تخار ولایتونو کې د بې کیفیته توکو د پلور،نرخونو د کنترول او تاریخ تیرو موادو د مخنیوي کمیسیون د نرخونو دکنټرول،دبې کیفیته او تاریخ تیرو تکو د پیژندلو  په موخه د دې ولایتونو په بازارونو سروې ترسره کړه.

د تخار ولایت تالقانو ښار بیلابیلو برخو څخه  د کمیسیون د لیدنو پرمهال شاوخوا لس دوکانونه د نظارت څخه وروسته په لوړه بیه د توکو پلور له امله وتړل شول اوخاوندان  یې عدلي ارګانونو ته ور وپیژندل شول.

دا کمیسیون په پلازمینه او ولایتونو کې د مستهلیکنو د ملاتړ قانون  سره سم د لسو نورو مهمو ادارو په همکارۍ  سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ رامینځته شوی ، د خوراکې ،مصرفي توکو او نورو بې کیفیته او تاریخ تیرو موادو د کنترول لپاره په مرکز او ولایتو کې فعالیت ترسره کیږی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS