د کندهار دټوکرود تصدۍ د بیا فعالولو هڅې
![د کندهار دټوکرود تصدۍ د بیا فعالولو هڅې](/sites/default/files/2021-04/takyd_wzyr_snt_w_tjart_bh_fal_sazy_mjdd_tsdy_nsajy_nkh_qndhar__0.jpg)
یکشنبه د غوايی ۵ مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني کندهار ولایت ته د خپل سفر پرمهال؛د کندهار د ټوکرو تصدۍ څخه لیدنه وکړه او د خصوصي سکتور په پانګوالو یې غږ وکړ چې د دې تصدۍ بیا فعالولو په موخه دې په یاده تصدۍ کې پانګونه وکړی.
د دې تصدۍ د لیدنې پر مهال د خصوصي سکتور استازو، په پارلمان کې د خلکو استازو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت رییسانو، د کندهار صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالوهم شتون درلود.
ښاغلي غوریاني د دولتي تصدیو پر بیا فعالولو ټینګار وکړ اوزیاته یې کړه چې،د کندهار د ټوکرو تصدۍ به د هغې د ستونزو حل به ،خصوصي سکتورلخوا په پانګوونې او د عصري ماشینینو په کارولو سره په یوې بشپړې عایداتې او کار موندونکې تصدۍ بدله شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه : د کندهار د ټوکرو د تصدیو د اوسني وضعیت یوه بشپړه څیړنه باید وشي ،له ارزونې وروسته به د دې تصدۍ د ماشین الاتو د عصري کولو او خصوصي سکتور لخوا د پانګونې په اړه به کره پریکړې ترسره شي .
د کندهار د ټوکرو تصدۍ په هېواد کې د نساجي او پوښاک ترټولو لویه فابریکه وه ، اوس د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې د خصوصي سکتورلخوا په پانګوونې سره دا تصدۍ بیا ځل فعاله کړي.