د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ نوې ودانۍ پرانیستل شوه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۲۳:۱۹
د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ نوې ودانۍ پرانیستل شوه

سه‌ شنبه د غبرګولي ۳۱ نیټه ۱۴۰۱ کال

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت الله جمال او ورسره پلاويې محترم ملا نیازمحمد واثق د معینیت اقتصادي سلاکار او محترم مطیع‌الله امید د ستراتیژۍ، پالیسۍ او پلان رئیس د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست نوې ودانۍ پرانیستله.

په دې پرانیستغونډه کې؛ د کندوز والي محترم نثاراحمد نصرت، د یاد ولایت  د صنایعو او معادن خونو رئیسانو، سوداګرو او پانګوالو، د غالیو تولید کونکو او صادر کونکو  اتحادیه‌ یې  غړو ګډون درلود .

 ګډونوالو یادې غونډې ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین له ګډون  څخه خوښي څرګنده کړه او دایې یو نیک اقدام وارزوه او خپل وړاندیزونه او ستونزې په ګوته کړلې.

ښاغلي مولوي جمال وویل چې ستاسو ټولې غوښتنې اونیکې مشورې  د ا.ا.ا له لوري منل کیږي، څرنګه مو چې په مقدس جهاد کې رغنده ونډه او همکاري درلوده؛ نو د هیواد په پرمختګ او ترقي کې هم ونډه تر سره کړئ، خپلې مشورې له موږ سره شریکې تر څو هیواد له احتیاج څخه وژغورو.

د  صنعت او سوداګرۍ چارو معین پر هغو پانګوالو غږ وکړه چې له هیواد څخه د باندې اوسي راشۍ خپل هیوادکې  پانګونه وکړئ او هیواد او هیوادوالو ته کټه ورسوئ ښاغلي جمال د صنعتي پارکونو  د ځمکې او زیر بنا  د قیمت د ټیټوالي خبر هم ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

BACK TO NEWS