د GIZ له مسولينو سره دصنعت اوسوداګرۍ معين ليدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۰:۱۵
د GIZ له مسولينو سره دصنعت اوسوداګرۍ معين ليدنه

پنج‌شنبه: د وري 26مه 1400

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي محمد سلیمان بن شاه د GIZ دفتر له چارواکو سره په خپل دفتر کې وکتل او د ياد وزارت او GIZ دفتر ترمنځ د همغږۍ او ګډې همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې.

 د آلمان د نړیوالې همکارۍ ادارې (GAZ) دفتر د کارموندنې فرصتونو رامینځته کولو لپاره کار کوي او د صنعتي کارموندنې زیاتوالي په موخه  د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره همکاري کوي.

 ښاغلي بن شاه دياد دفترله فعاليتونوڅخه چې د پانګوونې د ملاتړ ، صنعتي پارکونو پراختیا او صادراتو پراختیا برخو کې کوي ستاينه وکړه او دکارموندنې په برخه کې يې ديادې ادارې هڅې وستايلې .

 د غونډې په پای کې دواړو لورو  د لاهمغږۍ  او پرله پسې همکاریو په ډيروالي ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS