په افغانستان کې د آسیا پراختیايي بانک له رئیس سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر غونډه
یکشنبه د غويی۱۹ مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په افغانستان کې د آسیا پرمختیايي بانک له رییس ناریندرا سینګرو سره ،د افغانستان د خصوصي سکتور پراختیا په اړه د وزارت او اسیايي پراختیايي بانک ترمنځ د ګډې همکارۍ په هکله انلاین ناسته ترسره شوه .
د غونډې په پیل کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په افغانستان کې د مهمو او ملي پروژو لپاره د آسیا پراختیایي بانک او دهغه مدیریتې ټیم له مالي او تخنیکي ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه ، ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې په تیرو دوه لسیزو کې د آسیا پراختیايي بانک د بیلابیلو پروژو له لارې افغانستان سره په بیلابیلو سکتورونو کې مالي مرسته کړې او دې بانک د ۱۷۵ حیاتي او مهمې پروژې د ۵،۹۹ میلیارده ډالرو په ارزښت تمویل کړې دي.
د هیواد اقتصادي پرمختګ کې د خصوصي سکتور رول په ټینګار سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې موږ د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې هڅه کوو چې د خصوصي سکتور لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو سره د بهرنۍ پانګونې راجلبولو لپاره مناسب چاپیریال رامنځټه ، د صادرات تقویه ، او سوداګرۍ او ټرانزیټ ته وده ورکړو ترڅو د افغانستان کورني تولیداتو د زیاتوالي سبب شي.
په دې ناسته کې ، ښاغلي غوریاني د دغه وزارت پنځه کلن پروګرام ، چې د مدیریت بدلون ، د سوداګرۍ او ترانزیت زیاتوالی ، د صادراتو زیاتوالی ، د صنعت وده او د کار اوکسب دچاپیریال رامینځته کول په کې شامل دې د آسیایې بانک مشرتابه سره شریک، او د دې مواردو د پلې کولو لپاره يې دهغوي د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د صنعت او سوداګرۍ وزیر همدارنګه وویل چې د نړیوالو پروګرامونو په ځانګړي توګه د آسیا پرمختیايي بانک په مالي او تخنیکي ملاتړ سره به د دې پروګرامونو پلي کول د صنعتي ، سوداګریزۍ ، ترانزیټي ، اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره اړینه زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د آسیا پرمختیايي بانک رییس ښاغلي سینګرو هم د خپل پنځه کلن پلان لپاره د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دوی د دې پروژو ملاتړلپاره چمتو دي.
ښاغلي سینګرو،زیاته کړه چې یاد بانک د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنځه کلن پروګرام ملاتړ سربیره غواړي چې د خصوصي سکتور د ودې پورې اړوند نورو برخو کې هم له دغه وزارت سره همکاري وکړي.