په بلخ ، هرات ، کندز او کابل ولایتونو کې د خصوصي سکتور له استازو سره د اپټا تړون د تعدیل په اړه مشورتي ناسته

سه شنبه:د چنګاښ ۸مه ۱۴۰۰
د افغانستان - پاکستان د ترانزیت سوداګریز تړون (اپټا) د تعدیل په اړه مشورتي ناسته د بلخ ، هرات ، کندز او کابل ولایتونو د خصوصي سکتور ، د ماليې وزارت ،ترانسپورت وزارت ،د افغانستان د سوداګریزو خونو د فدراسیون ،د سکتوري خونو،او د افغانستان ـــ پاکستان د سوداګریزو چارو ګډې خونې د استازو په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په انلاین وینا سره د حرکت موسسي په همکارۍ پرانستل شوه .
د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني، وویل چې موږ هڅه کوو په سرحدي ولایتونو کې د خصوصي سکتور د استازو نظرونه او وړاندیزونه په ځانګړي ډول سوداګریزواو ترانزیټي شرکتونو اړوند چاريې په متن کې اصلاح او تعدل کړو .
ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې دغه وزارت د ولسمشرۍ ماڼې په ملاتړ د پاکستان د سوداګرۍ له وزارت سره د اپټا تړون د تعدیل لپاره خبرې پیل کړي او په دې برخه کې پرمختګ هم شوي دي.
په دې ناسته کې د حرکت موسسي اجراییه رییس حجت الله فضلي هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هراړخیزو پروګرامونو، په ځانګړي توګه د اپټا تړون له تعدیل څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې موږ غواړو زموږ خصوصي سکتور له دې تړون څخه ډیره ګټه پورته کړي .
د افغانستان - پاکستان د ګډې خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي خان جان الکوزی وايي چې د اپټا تړون په ۲۰۱۰ کال لاسلیک شوي وو او زیاته ګټه ورڅخه د پاکستان سوداګرو ترلاسه کوله خو نن ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور په مرسته دا تړون تعدیل او د دواړو هیوادونو سوداګر ورڅخه مساوي او برابره ګټه ترلاسه کړی .
ښاغلي الکوزي له پاکستان سره د اپټا تړون د تعدیل لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د دې وزارت د خبرو اترو د ټیم مشرتابه هم مننه وکړه او ویې ویل چې اوس ټول هڅه کوې دا تړون تعدیل شي چې دا تعدیل د سیمې هیوادونوپه ځانګړې ډول له لویدیځې آسیا سره د هیواد د سوداګرۍ په ګټه دی.
په غونډه کې ، د مالیې او ترانسپورت وزارتونو مرستیالانو د اپټا تړون په ترمیم کې د وزارتونو د رول په اړه هم معلومات وړاندې کړل او د تړون د متن په تعدیل کې یې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره خپله همکاري اعلان کړه.
همدا رازد بلخ ، هرات ، کندز او کابل ولایتونو د خصوصي سکتور استازو هم د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ سوداګرۍ تړون د تعدیل په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ ترسره کیږي.
دیادونې وړ ده چې تر دې دمه د کندهار ، ننګرهار او خوست ولایتونو د خصوصي سکتور له استازو سره مشورتي ناستې تر سره شوي ترڅو د اپټا تړون د تعدیل په متن کې ددوی نظریات شامل کړي.
دصنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه ، د ولسمشرۍ د عالي مقام په ملاتړ ، د نړیوالې سوداګرۍ سازمان د اصولو او معیارونو سره د اپټا تړون کې تعدیل غواړي ، چې په اړه یې د دواړو هیوادونو مذاکراتي ټیمونو لا دمخه ګډ ې خبرې اترې کړي دي.