په دایکندي ولایت کې د لبنیاتو تولید زیاتوالي
شنبه:دچنګاښ۱۹مه ۱۴۰۰
په دایکندي ولایت کې د نورس اوبهار د لبنیاتو فابریکو د ۱۵ میلیونه لمړنۍ پانګونې سره خپل تولیدات پیل کړي چې ددې دواړو فابریکو چارې د ۲۰ تنو ښځینه و لخوا پرمخ وړل کیږي.
دغه فابریکې په ۱۳۹۹ لمریز کال د یاد ولایت په مرکز کې د اکسفام (د کلیوالي معیشت پروګرام ) په مالي ملاتړ ګټې اخیستنې ته وړاندي شول چې اوس مهال د لبنیاتو شاوخوا اوه ډوله محصولاتو، دمستي، پنیر،تري،کوچ،او ژیړغوړي تولید او بسته بندي کوي.
د دې فابریکو مسولین وايي چې دوی خپل محصولات د دایکندي ولایت ټولو برخو ته رسوي او هڅه کوي ترڅو په نورو ولایتونو کې مناسب بازار په موندلو سره دخپلو تولیداتو کچه لوړه کړي.