په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې دسرتيري دورځې لمانځغونډه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۱:۵۷
په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې دسرتيري دورځې لمانځغونډه

یکشنبه دکب ۱۰مه ۱۳۹۹

په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې دسرتيري دورځې لمانځنه دياد وزارت دوزير ښاغلي نثار احمد غورياني او ددې وزارت دساتونکو سرتيرو په ګډون ولمانځل شوه ديادونې وړ ده چې سرتيروته ستاينليکونه هم ډالۍ شول

په دغه غونډه کې ښاغلي غورياني وويل چې دهېواد له ټولو امنيتي ځواکونو څخه دهغوی دزحمتونو او هڅو څخه مننه کوي او زياته يې کړه چې دوزارت دساتونکو سرتيرو له هڅو هم منندوی دی

ښاغلي غورياني زياته کړه چې ټول هېواد وال دامنيتي ځواکونو له قربانيو دخلکواونظام له حفاظت او دفاع څخه منندوی دي

ددغه وزارت يوه ساتونکي په ډاګه کړه چې دوی به دټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول دياد وزارت له ټولو کارکوونکو حفاظت کوي او ددوی مسونيت به تامينوي

ديادې غونډې په پای کې ښاغلي غورياني ددغه وزارت ساتونکو سرتيرو ته دهغوی دهڅو او کړنو په موخه په دوی باندې ستاينليکونه وويشل

ديادونې وړ ده چې ښاغلي غورياني له څو هغو روغتونونو څخه چې دامنيتي ځواکونو ټپيان پکې بستر وو هم ليدنه وکړه او ديادو ټپيانو پوښتنه يې وکړه نوموړي دافغانو لپاره ددوی له سرښندنو اتلوليو او دهېواد له ځمکنۍ بشپړتيا او دجمهوري اسلامي نظام څخه ددفاع په موخه له دوی څخه مننه وکړه او ياد سرتيري يې په نقدي ډاليو ونازول

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS