په ننګر هار ولایت کې دنکلي لوښو پر تولید دپانګونې ډیر والی
شنبه : دکب ۹مه ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ولي برادران دنکلي لوښو فابریکې په دې وروستیو کې په خپلو تولیداتو کې زیاتوالی راوستلی دی.
دغې فابریکې په کال ۱۳۹۶ کې د ۱.۵ ملیونه افغانیو په لومړنۍ پانګونې سره دنکلي لوښو په تولید کې خپل فعالیتونه پیل کړل ، او اوس یې خپله پانګه ۹۰ زره امریکایي ډالرو ته لوړه کړې ده.
یاده فابریکه له بهر څخه خام توکي چمتو کوي او په یوه ورځ او شپه کې ، د ۲۰۰ کیلوګرامو خامو موادو څخه ، ۴۰ ډوله نکلي لوښي تولیدوي او د ننګرهار او نورو ولایتونو بازارونو ته یې دخرڅلاوپه موخه استوي ، دیادونې وړ ده چې په دې فابریکه کې ۲۵ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده .
دا په داسې حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هیواد تولیدي صنایعو په برخه کې د اړتیا وړ خامو توکو د ګمرکي تعرفو په کمولو سره د صنایعو د ودې او د صنعتي تولیدي فابریکو د تولید کچې لوړولو په موخه اسانتیاوې رامنځته کړي دي.