په ننګر هار ولایت کې دنکلي لوښو پر تولید دپانګونې ډیر والی

yonus_shafaq
Sat, Feb 27 2021 6:40 PM
په ننګر هار ولایت کې دنکلي لوښو پر تولید دپانګونې ډیر والی


شنبه : دکب ۹مه ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ولي برادران دنکلي لوښو فابریکې په دې وروستیو کې په خپلو تولیداتو کې زیاتوالی راوستلی دی.
دغې فابریکې په کال ۱۳۹۶ کې د ۱.۵ ملیونه افغانیو په لومړنۍ پانګونې سره دنکلي لوښو په تولید کې خپل فعالیتونه پیل کړل ، او اوس یې خپله پانګه ۹۰ زره امریکایي ډالرو ته لوړه کړې ده.
یاده فابریکه له بهر څخه خام توکي چمتو کوي او په یوه ورځ او شپه کې ، د ۲۰۰ کیلوګرامو خامو موادو څخه ، ۴۰ ډوله نکلي لوښي تولیدوي او د ننګرهار او نورو ولایتونو بازارونو ته یې دخرڅلاوپه موخه استوي ، دیادونې وړ ده چې په دې فابریکه کې ۲۵ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده .
دا په داسې حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هیواد تولیدي صنایعو په برخه کې د اړتیا وړ خامو توکو د ګمرکي تعرفو په کمولو سره د صنایعو د ودې او د صنعتي تولیدي فابریکو د تولید کچې لوړولو په موخه اسانتیاوې رامنځته کړي دي.‎

 

 

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS