په هرات کې د زعفران ګل له شپږمې جشنوارې څخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزير ليدنه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۹:۲۸
په هرات کې د زعفران ګل له شپږمې جشنوارې څخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزير ليدنه

دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزير ښاغلي نثاراحمد غورياني هرات ولايت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددغه ولايت دزعفران ګل له شپږمې جشنوارې څخه چې دياد ولايت په کرنې رياست کې جوړه شوې وه ، ليدنه وکړه .

ديادونې وړ ده چې په دغه نندار تون کې دزعفرانو دمحصولاتو ۴۰ غرفې نندارې ته ايښودل شوې وې

ددغه نندارتون مسولينو وويل چې ددوى موخه ددې نندارتون له دايرولو څخه يې موخه داده چې زعفرانو ته يې بازارمونده اونړيوالو اوسيمه اييزو مارکيټونوته يې ور وپيژني

ښاغلي غورياني ددغه نندارتون دليدني په ترڅ کې وويل چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا دافغانستان دزعفرانو لپاره په بهرنيو هېوادونو کې بازارموندنه شوې او په داړه لاهم هڅې روانې دي

ښاغلي غورياني دخبرو په ترڅ کې وويل چې په نږدې راتلونکي کې به ىوه لويه دزعفرانو محموله له هېوادڅخه بهر صادره کړي

داسې وړاند وينه هم کيږي چې سږ کال به ىوازې په هرات ولايت کې ۲۰ټنه زعفران ترلاسه شي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS