په پکتیا کې د رحیم ګردېزي ګروپ د جلغوزیو دپروسس فابریکې پرانیسته

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۲۰:۳۴
په پکتیا کې د رحیم ګردېزي ګروپ د جلغوزیو دپروسس فابریکې پرانیسته
سه شنبه: دمرغومې ۱۷ مه ۱۳۹۹
په پکتیا ولایت کې درحیم ګردیزي ګروپ دجلغوزیو دپروسس فابریکه دولسمشرجلالتماب محمد اشرف غني لخوا رسما پرانیستل شوه .
دپرانیستې په یادو مراسمو کې چې په انلاین ډول تر سره کېدل، دکابینې یو شمېر غړو،دخصوصي سکتور استازو،دخوست، پکتیا،پکتیکا،لوګر ولایتونو والیانواو یو شمیر نورو مشرانو ګډون کړی وو.
په یادو مراسمو کې، ولسمشرمحمد اشرف غني ټولو هیوادوالو او په ځانګړي ډول رحیم ګردېزي ګروپ ته د دغې پانګونې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د هر ولایت پانګوال دې په خپلو ولایتونو کې ورته پانګونه وکړي، ځکه دا د هیواد دثبات، یووالي او اقتصادي ودې لپاره د پام وړ اغېز لري.
ولسمشر وویل چې د جلغوزیو د پروسس د دغې فابریکې پرانیستې سره ګردېز نه یوازې له تاریخي بلکې اقتصادي پلوه هم خپل ارزښت ثابتوي، همدارنګه ولسمشر د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د پکتیا، پکتیکا او خوست د ولسونو له کړنو څخه مننه وکړه.
ښاغلي ولسمشر د ځنګلونو د زرغونولو او ساتنې په برخه کې د ولسونو رول ته په اشارې سره وویل، ټولو ولسونو ته یې پیغام دی چې د ځنګلونو زرغونتیا د دوی د ګټې لپاره ده او دې برخې ته به اساسي پاملرنه وشي.
یاده فابریکه په یوه کال کې د۲۰ زره مټریک ټنه جلغوزیو دپروسس ظرفیت لري او څه باندې ۲ زرو تنو ته پکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول دکار زمینه برابره شوې ده.
دیادولو وړ ده چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت دامهال یادو محصولاتو ته په نړۍ او سیمه کې دبازار موندنې په موخه په یوه جامع لارښود کارکوي چې ډیر ژربه یې په عملي بڼه کار پیل کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS