په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون تر یوې اونۍ وروسته، پرون د تلې (میزان) په ۲۱مه نېټه پای ته ورسید

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۲۷
 په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون تر یوې اونۍ وروسته، پرون د تلې (میزان) په ۲۱مه نېټه پای ته ورسید

یکشنبه  ۱۰ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۲۲ تله ۱۴۰۳

په هغه غونډه کې چې د دغه نندارتون د پای په مناسبت جوړه شوې وه د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال الحاج مولوي عبدالکبیر،د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوی احمدالله زاهد، د ریاست الوزارء د دفتر رییس ډاکټر واسع د چارو اداری عمومی رییس شیح نورالحق انوري، د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري، د صنعت او سوداګرۍ د خونو مرستیال خیرالدین مایل اود سوداګرۍ او پانګونې خونو رییس یونس مهمند خبرې وکړې او د هېواد د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره یې ددې ډول نندارتونو جوړیدل ګټور وګڼل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو ریاست په وینا په یاد نړیوال نندارتون کې ټولې ۷۰۰ غرفې وې چې ۱۳۰ غرفې ښځینه وو سوداګرو ته،۷۰ غرفې خصوصي شرکتونو ته، ۱۳۰ اغرفې ایراني شرکتونو ته او یوه غرفه هم پاکستاني سوداګرو ته ځانګړې شوې وه.

د دغه نندارتون په ترڅ کې  د ۱۱۰ میلیونه افغانیو به ارزښت قرار دادونه لاسلیک او د افغاني او بهرنیو سوداګرو تر مینځ   ۱۰۰ بیلا بیل هوکړه لیکونه او قرار دادونه لاسلیک شول.

همدا راز پدې ترڅ کې ۳۲۴ هوکړه لیکونه د داخلی متشبثینو ترمینځ هوکړه لیکونه لاسلیک وشول او د نژدې یوې اونۍ نندارتون په ترڅ کې شا او خوا اوه سوه زرو تنو د دغه نندارتون له بېلابېلو څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۱۳
Background image

د صنعت او سوداگرۍ سرپرست وزیر د ځینو موسسو له مسوولینو سره وکتل

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د افغاني موسساتو د همغږۍ بنسټ له رییس محترم بریالی عمرزي او یو شمېر نورو افغاني موسساتو له مشرانو سره وکتل

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۰:۱۱
Background image

د افغان تولید دریم ملی نندارتون افتتاح شوو

پنجشنبه ورځ د ۱۴۰۳/۸/۱۷ نیټه په کونړ ولایت کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت په ملاتړ د سیکارام احمدی د بازارموندنې شرکت لخوا د افغان تولید دریم ملی نندارتون تر عنوان لاندی افتتاح شوو.

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۴:۳
Background image

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د لبنياتو د تولیدونکو‌ صنعتکارانو ستونزې واورېدې

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم  الحاج نورالدين عزيزي د کندهار په  ښار کې د لبنياتو د توليدوونکو ستونزې واورېدې او د حل په اړه یې ډاډ ورکړ

BACK TO NEWS