په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون تر یوې اونۍ وروسته، پرون د تلې (میزان) په ۲۱مه نېټه پای ته ورسید

anwar_admin
Sun, Oct 13 2024 2:27 PM
 په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون تر یوې اونۍ وروسته، پرون د تلې (میزان) په ۲۱مه نېټه پای ته ورسید

یکشنبه  ۱۰ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۲۲ تله ۱۴۰۳

په هغه غونډه کې چې د دغه نندارتون د پای په مناسبت جوړه شوې وه د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال الحاج مولوي عبدالکبیر،د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوی احمدالله زاهد، د ریاست الوزارء د دفتر رییس ډاکټر واسع د چارو اداری عمومی رییس شیح نورالحق انوري، د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري، د صنعت او سوداګرۍ د خونو مرستیال خیرالدین مایل اود سوداګرۍ او پانګونې خونو رییس یونس مهمند خبرې وکړې او د هېواد د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره یې ددې ډول نندارتونو جوړیدل ګټور وګڼل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو ریاست په وینا په یاد نړیوال نندارتون کې ټولې ۷۰۰ غرفې وې چې ۱۳۰ غرفې ښځینه وو سوداګرو ته،۷۰ غرفې خصوصي شرکتونو ته، ۱۳۰ اغرفې ایراني شرکتونو ته او یوه غرفه هم پاکستاني سوداګرو ته ځانګړې شوې وه.

د دغه نندارتون په ترڅ کې  د ۱۱۰ میلیونه افغانیو به ارزښت قرار دادونه لاسلیک او د افغاني او بهرنیو سوداګرو تر مینځ   ۱۰۰ بیلا بیل هوکړه لیکونه او قرار دادونه لاسلیک شول.

همدا راز پدې ترڅ کې ۳۲۴ هوکړه لیکونه د داخلی متشبثینو ترمینځ هوکړه لیکونه لاسلیک وشول او د نژدې یوې اونۍ نندارتون په ترڅ کې شا او خوا اوه سوه زرو تنو د دغه نندارتون له بېلابېلو څخه لیدنه وکړه.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS