په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت له سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

شنبه د تلې ۱۰ مه ۱۴۰۰
د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د پاکستان له سفیر ښاغلي منصور احمد خان سره د خپل کار په پنجشنبه کی په دفتر کې وکتل. په دې ناسته کې ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت اړوند بیلابیل مسايل او د اقتصادي اړیکوپه پراختیا او پیاوړتیا کې د شته ستونزو په اړه بحث وشو.
د پاکستان د اسلامي جمهوریت سفیر د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په توګه ښاغلي نورالدین عزیزي ته د ټاکل کیدو مبارکي وویله اوپه دندو کې ورته د بریا هیله وکړه.
ښاغلي سفیر زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان اوږدمهاله مذهبي ، تاریخي او کلتوري اړیکې لري او د تاریخ په اوږدو کې د دواړو هیوادونو خلکو د ورورولۍ په فضا کې سره ژوند کړی دی.
ورپسې ، ښاغلي عزیزي د پاکستان اسلامي جمهوریت سفیر ته ښه راغلاست ووایه زیاته يې کړه،چې دافغانستان، نړۍ اوپه ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو پراختیا د دغه وزارت لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر زیاته کړه چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمینځ ځینې سوداګریزې ستونزې او ننګونې شتون لري چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ حجم ډیروالی په برخه کې یې خنډ رامنځته کړی دی تمه کیږي چې د پاکستان اسلامي جمهوریت به لخوا د یادو خنډونو د لمنځه وړلو لپاره اړین اقدامات ترسره شي.
د غونډې په بهیرکې د پاکستان اسلامي جمهوریت سفیر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ کچې لوړولو لپاره د اپټيکا خبرو اترو نهم پړاو تخنیکي ناسته به ستونزې په بنسټیز ډول حل کړي
نوموړي زياته يې کړه چې د دې ننګونو بنسټیز حل پورې ، پاکستان چمتو دی ترڅو دیادو ستونزو حل په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او ستونزو د حل لپاره اړین ګامونه پورته کړی.