په کندهار ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو په تولیداتو کې زیاتوالی

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۶:۰
په کندهار ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو په تولیداتو کې زیاتوالی
سه‌شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹
د کندهار ولایت شوراندام صنعتی ښارګوټي کې د ( (شیخ برادران ذوب‌آهن تولیدی فابریکه) چې د اوسپنې ویلې کولو په برخه کې فعالیت ترسره کوي،په دې ورستیو کې يې د اوسپنی ویلي کولو په برخه کې پانګونې او تولیداتو کې زیاتوالی راوستی دی.
دا کارخونه په ۱۳۹۸ کال کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په ابتدايي پانګونې سره د ( پروفیل،سپین پایپ او انګلارن) په برخه کې فعالیت پیل کړ.
د یادې فابریکې تولیدات په قندهار،هلمند،زابل،غزني او کابل ولایتونو کې پلورل کیږي، اوس يې د اوسپنې ویلي کولو په برخه کې پانګونه یو میلون امریکايې ډالرو او په یوه شپه او ورځ کې یې د تولید ظرفیت ۸۰ ټنو ته لوړ کړی دی .
دیادولو وړ ده چې په نږدې راتلونکي کې به په خپلو محصولاتو کې د تعمیراتو د اړتیا وړ موادهم په خپلو تولیداتو کې ور زیات کړي.
ددې کارخونې د پانګونې او تولیداتو په زیاتوالي سره ۵۰ تنو ته په مستقیم او ۲۰۰ تنو ته په غیر مستقیم ډول د کار موقع مساعده شوې ده .

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS