په کندهار کې د شیدو تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۴:۴۳
په کندهار کې د شیدو تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی

۳۰/۷/۱۳۹۹

دميلکو دشيدو دتوليد فابریکې په خپلو توليداتو کې زیاتوالی راوړی.

دکندهارولایت دشوراندام په صنعتي پارک کې دميلکو دشيدو توليد فابریکه له څو کلونو راپدیخوا فعالیت لري، چې په دې وروستیو کې یې تولیدات مخ په ډیرېدو دي.

دغه دشيدو دتوليد او پروسس فابریکه چې د۴ ميلیونه امریکایي ډالرو په پانګونه جوړه شوې، په لومړیو کې یې دلبنیاتو په سکتور کې یوازې څلور قلمه تولیدات درلودل، خو اوس یې دغه تولیدات ۳۵ قلمو ته رسېدلي دي.

دیادولو وړده چې یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ زره کيلو ګرامه شيدې او نور لبنیات توليدوي او ترڅنګ یې په دغه فابریکه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه دپاسه ۸۰۰تنه دکندهار ښاریان په کار بوخت دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت موندنې ښیي چې افغانستان په کال ۱۳۹۵ یم کې د ۳۹ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۵ زره ټنه شیدې وارد کړي دي خو په کال ۱۳۹۸ یم کې دغه شمیره ۱۵۰۰۰ ټنو ته چې ۹ میلیون امریکايي ډالرو ته رسیږي را کمه شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS