یو شمېر ایراني صنعتکارانو د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۹:۲۱
یو شمېر ایراني صنعتکارانو د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

چهار شنبه مورخ ۲۷صفرالمظفر ۱۴۴۵ / ۲۲وږی ۱۴۰۲

له ایران څخه راغلي د صنعتکارانو او سوداګرو پلاوي نن غرمه مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل. یاد پلاوی چې مشري یې ښاغلي ساقي کوله په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او د اسلامي امارت لخوا د رامنځته شوې اسانتیاوې یې غوره وبللې.

د وزارت مرستیال د پلاوي د راتګ څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې د ګاونډي هیوادونو په حیث د افغانستان او ایران سوداګرې اړیکې خورا ارزښتمنې دي او اړینه ده چې پیاوړې شي.

په وینا یې سیاست نه باید په سوداګرۍ منفي اغېز ولري او سوداګریزه راکړه ورکړه تل عادي وساتل شي. ښاغلي جمال د بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګه اچونې له رامنځته شوو فرصتونو یادونه هم وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS