دترکيې هېواد له سفير سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

yonus_shafaq
Thu, Feb 18 2021 5:23 PM
دترکيې هېواد له سفير سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

پنجشنبه دسلواغې 30مه 1399

دصنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي نثار احمد غورياني په کابل کې ميشت ترکيې هيواد له سفير ښاغلي اوغوز خان ارطغرول سره دخپل کار په دفتر کې وکتل او ددواړو هېوادونو ترمنځ يې دسوداګريزو ترانزيټي اواقتصادي اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ

په دغه ليدنه کې ښاغلي غورياني دترکيې له دولت او خلکو څخه دمرستو له مننې ترڅنګ يې وغوښتل چې دغه هېواد اروپايي هيوادونو ته دافغانستان دصادراتو او اقتصادي اړيکو دپراخيا په اړه هراړخيژې مرستې وکړي

ښاغلي غورياني وويل چې ترکيه دافغانستان له پياوړو شريکانو څخه ده او ياد وزارت به دسوداګريزې اتشې له لارې په دغه هېواد کې دافغان سوداګرو دمالونو لپاره بازار موندنه وکړي

دترکيې سفير ښاغلي ارطغرول هم وويل چې هېواد به يې له تير څخه تر ډيره له افغانستان سره ترانزيټي سوداګريزې او اقتصادي اړيکې پراخه کړي

په پای کې دواړو لورو دافغانستا ن او ترکيې ترمنځ سوداګريزې ترانزيټي او اقتصادي اړيکې هيله بښونکې وبللې او په راتلونکي کې يې ددغو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS